لي که چيانګ د ۲۰۲۲م کال د چين د حکومت د دوستۍ جایزې له بهرنیو جايزه ګټونکو سره وکتل
CMG2022/10/01 14:36:36
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په  ۳۰مه د خلکو په لوی تالار کې له بهرنيو کارپوهانو سره وکتل، چې د ۲۰۲۲م کال د چين د حکومت د دوستۍ جايزه يې  ګټلې وه.

 لي که چيانګ نوموړو بهرنيو کارپوهانو ته مبارکي وويله، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او له بهرنيو هېوادونو سره د دوستانه تګ راتګ په برخو کې يې د دوی د خدمتونو ډېره ستاینه وکړه او د دوی له لارې يې په چين کې ټولو بهرنيو کارپوهانو او د دوی کورنيو او هغو نړيوالو دوستانو ته چې د چين د پرمختګ ملاتړ کوي، سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.

 لي که چيانګ وويل، د چين چټک پرمختګ له اصلاحاتو او ورخلاصون څخه ګټه پورته کړې ده، موږ به په راتلونکي کې په مداومه توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون پر پياوړتيا ټينګار وکړو او او پرمختګ ته د خوځنده ځواک د برابرولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو.