د لرې فضا په وجودونو کې ګلان، واښه او ونې شتون لري؟
CMG2022/10/01 16:35:19
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ او د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ موزيم په دې وروستيو کې په ګډه د فضايي خوب انځوريزه سيالي تر سره کړه. زياتو بهرنيو ماشومانو او تنکيو ځوانانو په خپلو پنځونو کې د لرې فضا کورونه انځورولي. دغه انځورونه له خيال او تصور ډک او ډېر په زړه پورې دي.

د بنګلاديش ۹ کلن هلک اتيف ريهان داسې انځور جوړ کړی، چې په يوه نوې کره کې بڼ وال دی او د نباتاتو په روزلو بوخت دی.

د بنګلاديش د ۷ کلنې نجلۍ نايمين ناوار په انځور کې فضايي کور يو ښکلی پارک دی،چې ماشومان هلته ګلان روزي او لوبې کوي.

د بنګلاديش د ۱۱کلنې نجلۍ ايانا په انځور کې، په لرې فضا کې يو بڼ وال ګلانو او واښو ته اوبه ورکوي.