چين به له بېلابېلو هېوادونو سره د ټېکنالوژيک نوښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړي
CMG2022/10/01 14:50:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به په لا خلاصه رويه له بېلابېلو هېوادونو سره د ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړي.

د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د نړۍ د نوښت انډول راپور خپور کړ. دغه راپور وايي، چې چین د نوښت په برخه کې د نړۍ ۱۱م مقام نيولی دی، چې د تېر کال په پرتله يو مقام لوړ شوی. ماو نينګ وويل، چې چين نه يوازې د نړۍ د نوښت په برخه کې مهم ګډونوال دی، بلکې د نړیوالو مسئلو د حل لپاره مهم خدمت کوونکی دی.

نوموړې وويل، چې چین به په راتلونکي کې په لا خلاصه رويه له بېلابېلو هېوادونو سره د ټېکنالوژيک نوښت په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي، د پوهنې ملکيت حق په نړيواله اداره کې به ګډون فعاله او د نړۍ د پوهنې ملکيت حق د برابرۍ، ټولشمولیت او دوامدار پرمختګ لپاره به لا نور ډېر خدمتونه وکړي.