د اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو وزارت: د غلو دانو د دهلیز له لارې له ۵،۵ میلیونو ټنو څخه ډېر کرنیز محصولات صادر شوي
CMG2022/10/01 14:37:45
شريکول:

 د اوکراين رسنيو پر ځايي وخت د سپتمبر په ٣٠مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد د بنسټیزو تاسيساتو وزير اليکسندر کوبراکوف په همدې ورځ وويل، چې اوکراين په تېرو دوو مياشتو کې د تور سمندر د غلو دانو له تړون سره سم، څه دپاسه ۵،۵ میليونه ټنه کرنيز محصولات صادر کړي. د اوکراین کرنیز محصولات د ۲۵۰ باروړونکو بېړیو له لارې اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو ته لېږدول  شوي دي .

  د اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو د وزیر کوبراکوف په وینا، د صادراتو له زياتوالي سره د اوکراين د غلو دانو ګدامونو د سږ کال د نويو حاصلاتو د زېرمه کولو لپاره چمتووالی پيل کړی دی.