په لرې فضا کې کورونه څه ډول ښکاري؟
CMG2022/10/02 18:43:57
شريکول:

که په لرې فضا کې کورونه جوړ شي، ستاسو په فکر به فضايي کور څه ډول ښکاري؟

په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ او د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ موزيم په کوربه توب د فضايي خوب په اړه انځوريزې سيالۍ تر سره  شوې. زياتو چيني او بهرنيو ماشومانو دغه راز تنکيو ځوانانو د فضايي کورونو په اړه خپل تصور انځورولی. راځئ، چې دغه په زړه پورې انځورونه وګورو.

۱. د بنګلادېش ۸ کلن هلک مير اسحراق الام يو انځور پنځولی، چې په لرې فضا کې ښوونځی شتون لري او د ښوونځي په څنډه کې د ساتېرۍ پارک دی ،چې  ماشومان پکې په ډېره خوشحالۍ لوبې کوي.


۲. د بنګلاديش د ۱۱کلن هلک جاناتول فيردوس په پنځونه کې، په فضايي کور کې نوی او د حيرانتيا وړ ټرافيک وسايل تګ راتګ کوي.

۳. د کينيا د ۱۳ کلنې نجلۍ لوينا په پنځونه کې، د هغې په فضايي کور کې ښکلي ګلان او لوړې ودانۍ شتون لري.