په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۳۰مه نېټه وويل، چين د نارډ سټريم پروژې د طبيعي ګازو د نل ليکو د تخريب او د اوبو لاندې زورورې چاودنې په اړه جدي اندېښنه لري. د نارډ سټريم پروژې د طبيعي ګازو د نل ليکې په اروپا کې د انرژۍ د ترانسپورت اصلي لاره ده. چين غواړي له ټولو خواوو سره د پولې په اوږدو کې د بنسټيزو تاسيساتو د امنيت د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
ګنګ شوانګ د نارډ سټريم پروژې د طبيعي ګازو د نل ليکو د تخريب په اړه د م م د امنيت شورا د څېړنې پر مهال دې ته اشاره وکړه چې دغه پېښه په اروپا کې د انرژۍ د کمښت ستونزه لاپسې څرګنده کړه. احتمال لري چې د پرمختيايي هېوادونو په شمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مصرف کونکي د انرژۍ په بازار کې د ګډوډۍ او د انرژۍ د بيو له لوړیدو سره مخ شي.
ګنګ شوانګ وويل، اوسني معلومات ښيي چې یاده پېښه کومه طبيعي حادثه نه ده، بلکې ښايي د قصدي تخریب له امله رامنځته شوې وي. که ریښتیا وي، نو دا به له نړیوال قانون څخه سرغړونه وي.