د ډېرو هېوادونو مشرانو د چين ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله
CMG2022/10/02 14:55:20
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د ډېرو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سرمنشي او د دولت رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي او د چين ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې مبارکي يې ويلې او د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس د بريالي تر سره کېدو هيله يې څرګنده کړې.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل، چې د چين ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې په مناسبت زما صادقانه او دوستانه مبارکي ومنئ. هيله من يم چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس بريالی تر سره شي.

د امریکا ولسمشر جو بايډن د دغه هېواد د حکومت په استازيتوب د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې او هیله يې څرګنده کړه، چې ټول چينايان له سولې او سمسورتيا څخه برخمن وي.

د قزاقستان ولسمشر توکايف هم د ټولو قزاقستانيانو په استازيتوب رئيس شي جين پينګ او چينايانو ته د زړه له کومې مبارکي وويله. هغه زياته کړه، د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس به د چین د پرمختګ لپاره نوې محرکه قوه برابره کړي او د چين اغېزه به لا پراخه کړي.