بهرنۍ رسنۍ: امريکا غواړي په جرمني کې د قوماندې نوی مرکز جوړ کړي
CMG2022/10/02 14:46:48
شريکول:

د امریکا يوه چارواکي په دې وروستیو ورځو کې څرګنده کړه چې د دغه هېواد د دفاع وزارت پلان لري چې په جرمني کې د قوماندې نوی مرکز جوړ کړي څو د اوکراین د ځواکونو لپاره د امريکايي ځواکونو له خوا چمتو شوي روزنيز خدمات او تجهیزات همغږي کړي. د څېړونکو په اند، دا د اوکراین د ملاتړ لپاره د امريکا د ولسمشر بایډن د حکومت "اوږدمهاله هوډ" په ګوته کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سپتمبر په ۲۹مې نېټې د یو راپور له مخې، پنټاګون د اوکراین د ځواکونو لپاره د امريکا او د دغه هېواد د ملګرو د روزنې او تجهیزاتو د برابرولو په طریقه کې هراړخیز سمون ته تیاری نیسي. د امریکا د دفاع وزارت پلان لري چې د اوکراین لپاره خپل موجوده روزنیز او مرستندویه سیسټم تنظیم کړي کوم چې د روان کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین تر شخړې وروسته په لنډمهاله توګه جوړ شوی و.