د بريتانیا په ډېرو ځایونو کې خلکو د انرژۍ د بیو د لوړیدو پر ضد لاریون وکړ
CMG2022/10/02 14:48:13
شريکول:

 پر ځايي وخت د اکتوبر په لومړۍ نېټه، ګڼ شمېر بريتانيانو د لندن په مرکز کې د انرژۍ د بیو او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد لاريون وکړ.

 د مظاهرې د تنظیموونکو په وینا، دغه ډول مظاهرې په لندن سربېره د برمنګهم، مانچسټر او لیورپول په ګډون د بریتانیا په نورو ۱۲ ښارونو کې هم شوې وې.

 د اګست په پای کې، د بریتانیا د انرژۍ د څارنې ادارې اعلان وکړ چې د روان کال له اکتوبر څخه به د عامو بریتانوي کورنیو لپاره د انرژۍ کلنۍ بیه ۸۰ سلنه لوړه شي.