امريکا دې د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره صادقانه واوسي
CMG2022/10/02 15:24:20
شريکول:

د امريکا او د ارام سمندر ټاپووګانو د هېوادونو ترمنځ لومړۍ سرمشريزه د سپتمبر له ۲۸مې تر ۲۹مې نېټې په واشينګټن کې تر سره شوه. د امريکا ولسمشر جو بايډن وويل، چې د دغه هېواد او د ارام سمندر ټاپوګانو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا د دې غونډې موخه ده او ژمنه يې وکړه، چې امريکا به د اقليمي بدلون ضد مبارزې او سمندري اقتصاد په برخو کې د همکاريو د پياوړتيا لپاره له دغو هېوادونو سره له ۸۱۰ ميليونو امريکايي ډالو زياتې اضافي مرستې ورکړي.

دا يو ښه کار دی، چې امريکا غواړي د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره مرستې وکړي، خو د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه له خپلو اړتياوو سره سمون لرونکو او رښتينيو مرستو ته اړتيا لري، نه د امريکا له خوا تشې ژمنې او د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه ځان ښودل. د امريکا د سولې څېړنيز انستيتيوټ ويلي، چې د ارام سمندر سيمې د ټاپوګانو هېوادونو مشران هيله لري، د واشينګټن ژمنه د جيوپوليتيکې سيالۍ لپاره نه وي.

امريکا په نړۍ کې د ګلخانه يي ګازونو د ايستنې لومړی لوی هېواد دی. دغه هېواد تر اوسه پورې هغه ژمنه نه ده پوره کړې، چې په ۲۰۰۹م کال کې يې د کوپنهاګن په اقليمي غونډه کې ژمنه کړې، چې د اقليمي بدلون ضد مبارزې لپاره له ۲۰۲۰م کال مخکې هر کال پرمختيايي هېوادونو ته لږ تر لږه سل مليارډه امريکايي ډالره پيسې ورکړي. امريکا د ۱۳ کاله مخکې ژمنه نه ده عملي کړې، څومره امکان شته، چې اوسنۍ ژمنه به يې پوره شي؟

که امريکا د ارام سمندر له ټاپوګانو هېوادونو سره مرستو لپاره صادقه وي، د دغو هېوادونو ملي حاکميت او ارادې ته بايد درناوی وکړي او د مرستو لپاره دې سیاسي شرطونه نه ږدي او د همکارۍ په پلمه دې جيوپوليتيکې مقابله نه کوي.