د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې پر مهال د ملي لږکيو د پرمختګ د تضمين او د بېلابېلو قومونو د ګډې سمسورتيا د پياوړتيا په اړه يوه ناسته تر سره شوه. د چين او نورو هېوادونو ۱۸ کارپوهانو په انلاين او اف لاين ډول د دې مضمون په اړه بحثونه کړي.
د مصر د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون د ژبو او ترجمې پوهنځي مشر او په چين کې د مصر د سفارت د کلتور، تعلیم او ټېکنالوژۍ پخواني مستشار حسين ابراهيم په دغه ناسته کې وويل، چين د قومونو پر برابرۍ ټينګار کوي او د ملي لږکيو پرمختګ او یووالي ته په درنه سترګه ګوري. چين د بېلابېلو قومونو د خلکو ژوند ښه کړی او د دغه هېواد او نړۍ د سولې، همغږۍ او ثبات لپاره يې خدمت کړی دی.
په ياده ناسته کې چيني کارپوه د شینجيانګ د پرمختګ د لاسته راوړنو او د ځايي خلکو د نيکمرغه ژوند په اړه معلومات ورکړي. هغه وويل، چې اوس په شينجيانګ کې بېلابېل قومونه متحد دي، اقتصاد يې ښه پرمختګ لري او د خلکو ژوند د لا ښه کېدو په حال کې دی. دا تر ټولو لوی بشري حق دی، چې خلک له نيکمرغه ژوند څخه برخمن شي.