د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړی
CMG2022/10/02 15:24:56
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې په مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ پېشنهاد وړاندې کړ. د دغه پېشنهاد اصلي موضوع هغو دوو مسئلو ته ځواب دی، چې کوم ډول نړيوال پرمختګ دې رامنځته شي او څرنګه به رامنځته شي؟

د نړيوال وضعيت د لوی بدلون، کرونا وبا او جيوپوليتيکو شخړو تر اغېزو لاندې د نړيوال اقتصاد د بېرته احيا جريان له ستونزو سره مخ دی او د پرمختګ او همکاريو خوځنده ځواک کمزوری دی، دغه راز د نړيوال پرمختګ هڅونه د انسانانو مهمه دنده او مسوولیت ګرځېدلی دی. د شي جين پينګ پېشنهاد د نړيوال پرمختګ د چارو لوری روښانه کړی او د نړيوالې ټولنې موافق او مثبت غبرګونونه يې تر لاسه کړي دي.      

د قزاقستان مشهور سياست پوه بولات سلطانوف وويل، د بېلا بېلو هېوادونو د عامو خلکو لپاره د ژوند او روغتيا ښه والی او ښه ښوونه تر ټولو ډېره اړتیا ده او دغه موضوعات د نړيوال پرمختګ په پېشنهاد کې د يوې مهمې برخې په توګه ياد شوي. هغه د رئيس شي جين پينګ له پېشنهاد سره خپل توافق څرګند کړ او زياته يې کړه، باور لري چې د نړۍ د زياتره هېوادونو خلک دغه پېشمهاد ومني او د دې پېشنهاد ملاتړ به وکړي، ځکه دغه پېشنهاد د ټولو انسانو لپاره ګټور دی.

چين نه يوازې د دغه پېشنهاد وړاندې کوونکی دی، بلکې د پېشنهاد د عملي کولو لپاره يې رښتيني ګامونه پورته کړي او کوي يې. د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په جون کې د نړيوال پرمختګ ډیالوګ د لوړې کچې غونډې مشري وکړه او د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د عملي کولو په اړه يې ۳۲ مهم اقدامات اعلان کړل.

تر اوسه له سلو زياتو هېوادونو او د ملګرو ملتونو په شمول زياتو نړيوالو سازمانونو د نوموړي پېشنهاد ملاتړ څرګند کړی او له ۶۰ زياتو هېوادونو د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د ملګرو په ګروپ کې ګډون کړی دی. دغه ګروپ د يووالي، همغږۍ او د ګډ پرمختګ د موندلو مهم ځواک بلل کيږي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پوره کېدو په چارو کې رغنده رول لوبوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريس د څواړخيزم د ملاتړ او د نړيوالو همکاريو او دواملرونکي پرمختګ د هڅونې په برخو کې د چين د مهم رول ستاينه وکړه او و يې ويل، ملګري ملتونه د نړيوال پرمختګ پېشنهاد ملاتړ کوي او باور لري، چې دغه پېشنهاد د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کېدو لپاره ارزښت لري.

چين د روان کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلې پر مهال « د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د ملګرو ګروپ » د وزيرانو غونډې مشري وکړه. چين په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کېدو لپاره د ۷ برخو اقدامات اعلان کړل او د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د پروژو نوملړ يې خپور کړ، چې د لومړۍ ډلې په لېست کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د غلو دانو د خونديتوب او صنعتي چارو پروژې شاملې دي.

د توګو پخواني صدراعظم او د کرهنيز پرمختګ نړيوال صندوق مشر جيلبيرټ هونګبو وويل، د کرهنيز پرمختګ نړيوال صندوق د دې لوړه ستاينه کوي، چې د نړيوال پرمختګ په پېشنهاد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د غلودانو د خونديتوب، د پرمختګ لپاره د پانګو د راغونډولو او شنه پرمختګ چارو ته لومړيتوب ورکول شوی.

دا د نړيوال پرمختګ پېشنهاد هيله او هم د ملګرو ملتونو له موخې سره سمون لري، چې د پرمختګ په لاره کې هېڅ هېواد نه شي محرومېدای. چين له پرمختيايي هېوادونو سره يو ځای ولاړ دی او په مداومه توګه به له بېلا بېلو هېوادونو سره د پرمختګ تجربې او فرصتونه شريک کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.