د چين شمېرنې ملي ادارې په يوه راپور کې ويلي، چې له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د نړۍ په اقتصادي ودې کې د چين د ونډې منځنۍ کچه ۳۸.۶ سلنې ته رسېدلې او دغه هېواد د نړۍ د اقتصادي ودې تر ټولو مهم متحرک ځواک ګرځېدلی دی.
راپور وايي، چې له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، د چين اقتصاد د کلني زياتوالي منځنۍ کچه ۶.۶ سلنه ده، چې دا د همدې مودې په اوږدو کې د نړۍ د اقتصادي ودې له منځنې کچې يعنې ۲.۶ سلنې څخه ډېر لوړ دی او زياته کړې يې ده، چې د چين د اقتصادي ودې کچې د نړۍ د سترو اقتصادونو په سر کې ځای نيولی دی.
د چين د يادې ادارې راپور وايي، چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې، د چين د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت په نړۍ کې دوهم ځای نیولی او تناسب يې د نړۍ د ټولو توليداتو په عمومي ارزښت کې کال په کال زیات شوی دی.
راپور زياتوي، چې د چين د ۲۰۲۰م کال د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د ۲۰۱۲م کال له ۴.۴ ټریلیونو امریکايي ډالرو څخه ۵.۳ ټریلیونو امریکايي ډالرو ته لوړ شوی او په لومړي ځل د نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز هېواد ګرځېدلی دی.
ياد راپور وايي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۶.۹ ټریلیونو امریکايي ډالرو ته پورته شوی او خپل لومړی نړيوال مقام يې ساتلی دی.
(ژباړه: شکريه)