په شينجيانګ کې په تېرو لسو کلونو کې۶۲ زره او ۲ سوه کیلومتره سړکونه جوړ شوي
CMG2022/10/03 10:11:02
شريکول:

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ترانسپورټ رياست په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې په شينجيانګ کې له ۲۰۱۲ کال راهيسې د ۶۲ زره او ۲۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي نوي سړکونه جوړ شوي او د دغې سيمې د سړکونو عمومي اوږدوالی ۲۱۷ زره او ۳۰۰ کیلو متره ښودلی دی.

خبر وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې په دغې سيمې کې د ۳۶ زره ۷۰۰ کيلو متره په اوږدوالي د هېواد او ولايت په کچه سړکونه جوړ شوي، چې په دې جمله کې يې د ګړنديو سړکونو اوږدوالی له لس زرو کيلو مترو څخه زيات ښودلی او دغه راز په همدې مودې کې د کليوالو سیمو د سړکونو عمومي اوږدوالی یې ۱۸۰ زره او ۶۰۰ کيلو متره ښودلی دی.

خبر زياتوي، چې اوسمهال د شينجيانګ په مرکزي، جنوبي او شمالي سيمو کې ګړندي سړکونه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او د سیمې ترانسپورټي ليږد راليږد توان ورسره پياوړی شوی دی.

 

(غاټول)