د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د یمن د شخړې د اړوندو خواوو د اوربند د غځولو په ناکامۍ خواشيني څرګنده کړې
CMG2022/10/03 10:17:28
شريکول:

د يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګروندبرګ د اکتوبر په دوهمه نېټه د یمن د شخړې د اړوندو خواوو ترمنځ د اوربند د غځولو په پاتې راتلو خواشیني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې هغه به هڅې وکړي، چې ټولې خواوې يوې هوکړې ته ورسوي.

ګروندبرګ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په يمن کې د روان کال په اپريل کې پيل شوي اوربند دغه هېواد ته د سولې يو تاريخي فرصت برابر کړی و. نوموړي د اکتوبر په لومړۍ نېټه د تېرو شپږو مياشتو د تر لاسه شويو مثبتو پايلو پر بنسټ د يمن اړوندو خواوو ته د نورو ۶ مياشتو لپاره د اوربند د غځولو وړانديز کړی و.

ګروندبرګ د یمن له حکومت څخه مننه کړې، چې د اوربند د غځولو له وړاندیز يې ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې هغه به د شخړې د پای ته رسولو لپاره د يمن د شخړې له اړوندو خواوو سره دوامدارې همکارۍ وکړي.

(ژباړه: شکريه)