امریکا د ګردې نړۍ سایبري خوندیتوب ګواښي
CMG2022/10/03 15:29:17
شريکول:

د چین د کمپیوټري ویروس ضد د بېړني غبرګون دولتي مرکز څو ورځې مخکې د چین پر شمال لوېديځ پولیټېکنیک پوهنتون د امریکې د دولتي امنیتي اېجنسۍ د سایبري برید په اړه د پلټنې راپور خپور کړ. په دغه راپور کې د امریکې د سایبري برید مشخص مالومات خپاره شول او د هغې د هکر رښتینې بڼه ښکاره شوې ده.

شنونکي په اشارې سره وویل، چې امریکې له اوږدې مودې راهیسې د سایبري تسلط په کارولو سره په ګردې نړۍ کې د هکر عملیات ترسره کړي، پر بېلابېلو هېوادونو يې سایبري بریدونه کړي او مالومات يې غلا کړي چې په دې سره د بېلابېلو هېوادونو سایبري خوندیتوب او ثبات ګواښي.

د چین د کمپیوټري ویروس ضد د بېړني غبرګون دولتي مرکز په تېر سپتمبر کې د یادو سایبري بریدونو په هکله د پلټنې ۳ راپورونه وړاندې کړل چې له مخې يې، د امریکې د دولتي امنيتي اېجنسۍ ځانګړي بریدګر دفتر دغه بریدونه ترسره کړل.

د پلټنې له مخې، د امریکې یاد دفتر د جاپان، جرمني او د کوریا جمهوریت له لارې د چین اړوند کلیدي بنسټیز تاسیسات کنټرول کړي او د چین پر شمال لوېديځ پولیټېکنیک پوهنتون سایبري بریدونه کړي او ګڼ شمېر حساس مالومات يې غلا کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د تېر سپتمبر په ۲۸مه نېټه وویل، چین په وروستیو کې له امریکې څو ځلې غوښتنې کړې چې د یادو شوم نیت لرونکو سایبري بریدونو په اړه وضاحت ورکړي او دغه شان غیر قانوني کړنې دې سمدلاسه پای ته ورسوي. خو امریکې تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

امريکا له ډېر وخت راهیسې چين د خپل سایبري برید عمده موخه بللې او د چین پر فضايي چارو، علمي څېړنیزو ادارو، نفتي چارو، لويو سایبري شرکتونو او حکومتي ادارو يې زیات سایبري بریدونه کړي او کوي يې. د چین د کمپیوټري ویروس ضد د بېړني غبرګون دولتي مرکز په تېر ۲۰۲۱م کال کې د انټرنیټ د سایبري خوندیتوب یو عمومي راپور خپور کړ او له مخې يې په ۲۰۲۰م کال کې چين د شوم نیت انټرنيټي پروګرام څه باندې ۴۲ میلیونه نمونې نیولې او په دې جمله کې ۵۳،۱ سلنه له امریکې څخه راغلې.

امریکا د ګردې نړۍ سایبري وضعيت څاري او خپل ملګري هېوادونه یې هم په دې تېري کې ترې خوندي نه دي. د امریکې د دفاعي چارو  پخواني قراردادي کارکوونکي ايډوارډ سنوډن په ۲۰۱۳م کال کې ګڼ شمېر شواهد وړاندې کړي و چې د امریکې دولتي امنیتي اېجنسۍ د پریزم په نوم د څار پروژې  پلې کړي او نه یوازې د ټولو امریکایانو، بلکې د فرانسې او جرمني په شمول د ځینو اروپایي هېوادونو د چارواکو او وګړو يې څارنې هم کړې وې.

د امریکې دغه کړنې د نړیوالې ټولنې له سخت مخالفت سره مخ دي، خو واشنګټن پخپله خوښه سایبري بریدونو ته دوام ورکړی. د ډنمارک رسنیو د تېر کال په مۍ میاشت کې ویلي، چې د امریکې دولتي امنیتي اېجنسي د ډنمارک استخباراتي ادارې له لارې د دغه هېواد سایبري شبکې ته ننوتلې او د جرمني، فرانسې، سویس او ناروې په شمول یې د ځينو اروپايي هېوادونو مشران څارلي.

واشنګټن د رښتيني هکر بڼه لري، خو پر نورو بې ځایه تورونه لګوي او د ملي امنیت د ساتنې په پلمه يې د ۵جي شبکې جوړونې په ساحه کې د چین تصدۍ ځپلې، د چین پر حواوې تخنیکي شرکت يې بندیزونه لګول یوه مطرح بېلګه ده.

د برېټانیې د ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې، د دغه هېواد د سایبري امنیت د دولتي مرکز پخواني مسئول دا تایید کړې، چې د برېټانیا حکومت په ۲۰۱۹م کال کې د چین حواوې تخنیکي شرکت سایبري ګواښ نه دی بللی او ويې غوښتل چې له هوواوې شرکت سره همکاري وکړي، خو د امریکې د سختو فشارونو په سبب بې وسه پاتې شوي دي.

 په نتیجه کې به برېټانیا نه یوازې له خپلو تجهیزاتو څخه د هوواوې شرکت د تولیداتو د جلا کولو لپاره ۲ میلیارډه پونډه زیانونه وخوري، بلکې د ۵جي شبکې جوړونې بهیر به یې هم درې کاله وځنډول شي.

شنونکي وویل، چې امریکې پر نورو بې ځایه تورونه لګولي او د چین شرکتونه يې ځپلي، رښتينې موخه يې یوازې د خپل سایبري تسلط ساتل دي.