د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د هېواد د انسان وړونکو فضايي چارو د دندو د ترسره کولو په پار به د ۴مې ډلې احتياطي ستورمزلي انتخاب کړي. ياد دفتر ويلي، چې د ستورمزلو د ۴مې ډلې د انتخاب چارې يې پېل کړې دي.
د مالوماتو له مخې، د چين د احتياطي ستورمزلو ۴مه ډله به له ۱۲ نه تر ۱۴ پورې غړي ولري، چې پکې ۷ تر ۸ به د فضايي بېړۍ چلوونکي، ۵ تر ۶ انجنيران او د باروړونکو ماشينونو کارپوهان شامل وي.
د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر به په شاو خوا يو نيم کال کې د احتياطي ستورمزلو د انتخاب چارې بشپړې کړي او په لومړي ځل به د باروړونکو ماشينونو کارپوهان په هانکانګ او مکاو کې انتخاب کړي.
(مينه)