ډنمارک: د نارډ سټريم د طبيعي ګازو د نل ليکو د ليکېدو او تخريب مخه ونیول شوه
CMG2022/10/03 11:03:49
شريکول:

د ډنمارک انرژۍ ادارې د اکتوبر په دوهمه نېټه د نارډ سټريم (Nord Stream) پروژې د طبيعي ګازو د نل ليکو شرکت په قول خبر ورکړی، چې د "نارډ سټريم-۱" د طبيعي ګازو نل ليکو فشار بېرته عادي حالت ته ګرځيدلی او له نل ليکو د طبيعي ګازو د ليکېدو او تخريب مخه يې نيولې ده.

 يادې ادارې ويلي، چې ياد شرکت له دې مخکې د " نارډ سټريم-۲ " د طبیعي ګازو د دوو نل ليکو د ليکېدو او تخريب مخه هم نېولې ده.

خبر زياتوي، تر اوسه د پېښو د علت په اړه د تحقیقاتو او د ویجاړ شويو برخو د ترمیم وخت نه دی ټاکل شوی.

د مالوماتو له مخې، د " نارډ سټريم-۱" او " نارډ سټريم-۲" پروژې د طبیعي ګازو نل ليکې د سپتمبر په ۲۶مه نېټه تخریب شوې وې. د ډنمارک او سويډ‌ن ځمکپېژونکو باور ښودلی، چې په سمندر کې د ګازو د نل ليکو د تخريب نقطې ته نژدې چاودنه شوې ده. څو اروپايي هیوادونو شک ښودلی، چې د ګازو د نل ليکو تخريب د " قصدي سبوتاژ" له امله شوی دی. روسيې د دغې پېښې پړه پر امريکا اچولې، خو واشنګټن يې تور رد کړی دی.

 

(ژباړه: شکريه)