سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امريکا په فلوريډا او شمالي کارولينا ايالتونو کې د اين په نوم سخت توپان لګيدلی دی، چې له امله يې ۷۸ کسان وژل شوي دي.
خبر وايي، چې ياد توپان د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ۳مې نيټې د سهار تر ۴ بجو او ۲۶ دقيقو پورې د امريکا په فلوريډا ایالت کې ۷۴ کسان وژلي او په شمالي کارولينا ایالت کې يې ۴ کسان مړه کړي دي.
د امريکا د PowerOutage.us ويبپاڼې خبر ورکړی، چې اين توپان د فلوريډا ايالت پر ۷۴۰ زرو کورنيو برېښنا پرې کړې ده.