د اوکراين د بنسټيزو تأسيساتو وزارت د اکتوبر په دوهمه نېټه ويلي، چې د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام د نيو اېسلنډ ((NEW ISLAND)) په نوم پنځمه بشري بېړۍ د اوکراين سمندري بندر چرنوموسک ته رسيدلې ده.
خبر وايي، چې ياده بېړۍ به سوماليا ته غنم وليږدوي.
د وچکالۍ د مخنيوي په چارو کې د سوماليا د ولسمشر ځانګړي استازي وارسما په وروستيو کې ويلي، چې هېواد يې له سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله يې د ماشومانو، ښځو او زړو کسانو په شمول څه باندې يو ميليون کسان په کور دننه کډوال شوي دي.
اوکراين څه موده وړاندې، د تور سمندر د بندرونو د کرنيزو توليداتو د ليږد تړون له مخې، ايتوپيا، يمن او افغانستان ته هم غنم ليږدولي دي.
(غاټول)