هنګري، اطریش او سربیا د کډوالو د مخنيوي پر ګډو همکاريو هوکړه کړې
CMG2022/10/04 10:38:16
شريکول:

 د هنګري، اطریش او سربیا مشرانو د اکتوبر په ۳مه نېټه د هنګري په پلازمینې بودا پست کې لیدنه کړې او په ترڅ کې يې د کډوالو د مخنيوي په برخه کې پر ګډو همکاريو هوکړه کړې ده.

 د هنګري لومړي وزیر اوربن ویکتو تر يادې لېدنې وروسته په یوې ګډې خبري ناستې کې ویلي، چې د یادو دریو هېوادونو پر وړاندې د کډوالو څپې او سختې ستونزې پرتې دي.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه د روسیې او اوکراین کړکېچ او د بندیزونو او د انرژۍ د بیو د لوړېدو په شمول د ځینو مسئلو له امله، د کډوالۍ ستونزې ته ډېره پاملرنه نه کوي او دغه ستونزه يې مخ په سختېدو بللې ده. 

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د اوکراین او روسیې د کړکیچ له امله ۱۷ زرو کډوالو ته په هېواد کې د لنډمهالي پاتې کېدو اجازه ورکړې ده.

 د اطریش لومړي وزیر کارل نیهامیر ویلي، چې هېواد يې تر اوسه له هند، پاکستان، افغانستان او اوکراین څخه ورغلي ۱۵۰ زره کډوال منلي دي.

 (هیله)