روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر په ۳مه نېټه یوه تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۴۲ دقیقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱۷۶ زره او ۳۵۷ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۶۱۵ میلیونه، ۳۱۰ زره او ۸۹۰ ته رسېدلی دی.
راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۵۴ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر يې ۶ میلیونه، ۵۲۴ زره او ۵۶۸ ته رسېدلی دی.
(هیله)