چين له امريکا غوښتي، چې په کور دننه د نژادي تبعيض مسئلې حل کړي
CMG2022/10/04 10:38:08
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي او وزير مختار جيانګ دوان د  اکتوبر په ۳مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۱مې غونډې کې ويلي، چې په امريکا کې افريقايي الاصله امريکايان له غير عادلانه قانوني سيسټم سره مخ دي او پر واشنګټن يې غږ کړی، چې په کور دننه د سيستماتيکې نژاد پرستۍ، تبعيض او د پوليسو د زورزياتي مسئلې حل کړي.

نوموړي کلوتياليزم او د غلامۍ ځنځير د نژاد پرستۍ او تبعيض سرچېنه بللې ده او ويلي يې دي، چې د انسانانو په تاريخ کې دغه توره دوره پای ته رسيدلې، خو امريکا کې سپين پوستو ته د لومړيتوب ورکولو نظريه لا هم حاکمه ده.

په امريکا کې لسګونه ميليونه افريقايي الاصله امريکايان او کډوال له نژاد پرستۍ او غير عادلانه قانوني سيسټم سره مخ دي او عدالت او مساوات د دوی لپاره تشې قانوني مادې دي.

د مالوماتو له مخې، په امريکا کې د پوليسو لخوا په ډزو د وژل شويو افريقايي الاصله امريکايانو شمېر د سپين پوستو په پرتله څه باندې دوه چنده زياتوالی ښيي او په دغه هېواد کې د پوليسو د زورزياتي له امله د افريقايي الاصله امريکايانو د مړينې انډول د سپين پوستو په نسبت ۲ اعشاريه ۹ چنده زياتوالی ښيي او د افريقايي الاصله امريکايانو د بندي کېدو انډول د سپين پوستو په نسبت شپږ چنده لوړ دی.