د بریتانیې د مالیې وزیر کواسي کورتنګ د اکتوبر په ۳مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې هېواد کابېنې د شخصي عايد د ۴۵ سلنې مالیاتو د لغوه کولو پلان فسخه کړی دی.
د دغه هېواد لومړۍ وزیرې اليزابېت ټرس پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې د شخصي عايد د لوړې کچې مالیاتو د لغوه کولو پلان د بریتانیې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.
نوموړې د خپل حکومت اوسنی مهم کار د اقتصادي پرمختګ هڅول بللي دي.
د بریتانیې حکومت د تېر سپتمبر په ۲۳مه نېټه د اقتصادي خوځښت په پار د مالیاتو د کمولو د لویې پيمانې یو لړ داسې تدبیرونه اعلان کړل، چې په تېرو۵۰ کالونو کې يې ساری نه و لیدل شوی، خو دغه تدبیرونه يې د خلکو له پراخو شکونو او نیوکو سره مخ شول او په بازار کې د ناارامتیا د رامنځته کېدو سبب وګرځېدل.
(هیله)