د مخابراتو نړيوالې اتحاديې د استازو د ۲۰۲۲م کال کنفرانس د اکتوبر په ۳مه نېټه د شورا غړي هېوادونه او د راډيويي څپو د اصولو کميټې غړي ټاکلي دي.
چين په دوامداره توګه د يادې شورا غړیتوب ترلاسه کړی او همدا رنګه د چين د راډيويي څپو د څار مرکز منشي چنګ جيان جون د دغې نړيوالې اتحادیې د راډيويي څپو د اصولو د نوې کميټې د غړي په توګه ټاکل شوی دی.
په دغه کنفرانس کې د چين د صنعتي چارو او د معلوماتي کېدو وزارت مرستيال جانګ يون مينګ وويل، چې چين د معلوماتو او مخابراتو چارو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، په هېواد کې يې د مخابراتو بنسټيزو تاسیساتو د پوښښ انډول لوړ کړی، د اړوندو توليدي چارو د يو ځای کولو او نوښتي چارې يې پر له پسې چټکې کړي او د مخابراتو او معلوماتو په چارو کې يې له نړۍ سره همکارۍ پياوړې کړې دي.
نوموړي وويل، چې چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره د پنځه جي(5G) په شمول د نويو تخنيکونو د معياري څيړنو او توليدي چارو همکارۍ پياوړې کړي او د ډيجټل نړيوالو چارو پرمختګ به وهڅوي او پر مټ به یې ډېر خلک د ډجيټلي اقتصاد د پرمختګ ګټې تر لاسه کړي.