د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا د اکتوبر په ۳مه نېټه په پلازمېنې توکيو کې د پارلمان د استازو او مشرانو جرګو غونډې ته په وينا کې ويلي، چې حکومت به یې د هېواد د اقتصاد د بيا سمسورتيا چارو ته لومړيتوب ورکړي.
نوموړي ويلي، چې حکومت به يې په هېواد کې د توکو د بيو د کنټرولولو، د ين د ارزښت له ټيټوالي سره د مقابلې کولو، د خلکو د عايداتو د لوړولو او د پانګونو او اصلاحاتو د زياتولو له لارې د نوي کاپټاليزم هدف پرمخبوزي.