د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش وياند د اکتوبر په ۳مه نېټه یوه اعلامیه خپره کړې او پکې يې د هایتي په پلازمینې پورت پرنس کې د کولرا د مثبتو او شکمنو پېښو ته جدي پاملرنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه به د کولرا ضد د مبارزې په برخې کې له هایتي سره مرستې وکړي.
اعلاميه وايي، چې ملګري ملتونه به په هغه صورت کې بېړني کاري ګروپونه ترتیب او د هایتي له اړوندو استوګنځیو سره به مرستې وکړي، چې د ژغورونکو تګ راتګ يې خوندي او د سون موادو عرضه يې تضمين شي.
په هایتي کې ۲۰۱۰م کال کې سخته زلزله وشوه او همهماله په دغه هېواد په لويې پیمانې د کولرا ناروغي خپره شوه، تر ۲۰۱۶م کال پورې په دغه هېواد کې شاوخوا ۸ سوه زره کسان پر يادې ناروغۍ اخته شول، چې په دې جمله کې څه باندې ۹ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
(هیله)