په لرې فضا کې ژوند څنګه دی؟
CMG2022/10/04 10:02:41
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي سيمو د خپرونو مرکز او د چين ساينس او ټېکنالوژۍ موزيم په دې وروستيو کې  يو ګډ  فعاليت (( د لرې فضا په اړه پوښتنې)) ترسره کړی دی.

دغه فعاليت د يادو دواړو ادارو په ګډ کوربتوب د چين ساينس او ټېکنالوژۍ موزيم کې ترسره شوی دی.

 د کمبوډيا يوه ماشوم په انلاين ډول له چيني ستورمزلو څخه پوښتنه کړې، چې په لرې فضا کې ژوند څنګه دی؟ هلته وخت د ځمکنې کرې له وخت سره يو شان دی او يا چټک او يا ورو دی؟

 د چين لومړي ستورمزلي يانګ لي وې د نوموړي فعاليت له ځای څخه په انلاين ډول د کمبوډيايي ماشوم  يادې پوښتنې ته ځواب ورکړی دی.

نوموړي ويلي، چې ستورمزلي په لرې فضا کې د کار او ژوند چارې داسې عادي ترسره کوي، لکه څنګه، چې په ځمکه کې يې کوي او چيني ستورمزلي په فضايي سټېشن کې د بېجينګ پر وخت د کار او ژوند چارې مخته وړي.

 نوموړي زياته کړې، چې ستورمزلي په لرې فضا کې داسې ځانګړې او ښکلې منظرې ننداره کوي، کوم چې د ځمکمې کرې له منظرو سره توپيرونه لري.