د چين د کرنیزې جنترۍ د هر کال د ۹مې مياشتې ۹ مه نېټه له چونګ يانګ اختر سره برابره ده.
د چين د کرنیزې جنترۍ د سږني کال د ۹مې مياشتې ۹ مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۴مې نېټې سره برابره ده.
د چونګ يانګ اختر په چين کې د زړو او عمر خوړلو کسانو د درناوي ورځ ده او د هرې کورنۍ غړي په همدې ورځ د کور مشرانو ته نيکې هيلې وړاندې کوي.