سويډن د نارډ سټريم پروژې د نل ليکو د تخريب ځای ته نږدې جنايي پلټنې پېل کړي
CMG2022/10/04 10:39:22
شريکول:

د سويډن لویې څارنوالۍ د اکتوبر په ۳مه نېټه د نارډ سټريم پروژې د نل ليکو تخریب شوي ځای ته نږدې د سمندري سيمې د بندولو اعلان کړی او ويلي يې دي، چې هلته بايد جنايي پلټنې وشي.

د سويډن لويې څارنوالۍ ويلي، چې اداره به یې له څو ارګانونو سره په پلټنو کې همکارۍ وکړي.

د سويډن د سمندرغاړې ګارډ د اکتوبر د ۳مې نيټې په ماښام په يوې مطبوعاتي اعلاميې کې ويلي، چې د هېواد د لويې څارنوالۍ په غوښتنې يې، د نارډ سټريم پروژې د نل ليکو د تخريب شويو ځايونو په شاو خوا سيمې کې هر ډول فعاليتونه منع کړي دي.