چين د يو شمېر هېوادونو په استازيتوب پر لږکيو روان تبعيض ته پاملرنه وغوښته
CMG2022/10/05 11:18:17
شريکول:

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د اکتوبر په ۴مه نېټه د خپلې ۵۱ مې غونډې په حاشيه کې د نژاد پرستۍ، نژادي تبعيض، د بهرنيانو ضد بد نظر او اړوندو پېښو په اړه يوه مباحثوي ناسته تر سره کړې ده.

 د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو په يادې مباحثوي ناستې کې د څو هېوادونو په استازيتوب وينا  کړې ده. 

نوموړي  ويلي، که څه هم په امريکا کې د افريقايي الاصله امريکايي فرويډ د مړينې پر پېښې څه باندې دوه کاله تير شوي، خو په ځينو هېوادونو کې د قانون اجرا کوونکو ادارو له خوا پر لږکيو د تبعيض او زورزياتي پېښې لا هم رامنځته کيږي.

 په دغو هېوادونو کې افريقايي او اسيايي الاصله وګړي او مسلمانان له اوږدې مودې راهيسې له تبعيض او سپکاوي سره مخ دي او حقه حقونه يې تر پښو لاندې کيږي او په تېره بيا د دغو هېوادونو سياستوالو د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د نژاد او مذهب په اړه د ناوړو خبرو د خپرولو هڅې کړي، چې له امله يې د لږکيو ستونزمن وضعيت لا سخت شوی دی.

چن شو له اړوندو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د نژاد پرستۍ او نژادي تبعيض پر مسئلو بايد له سره بيا کتنه وکړي او د م.م له بشري حقونو شورا څخه يې غوښتي، چې دغو مسئلو ته بايد جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې بايد اړين  ګامونه پورته کړي.