د امريکا کارپوهان: ډېر امکان شته، چې امريکا د نارډ سټريم پروژې نل ليکې تخريب کړې وي
CMG2022/10/05 11:15:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني ځانګړي سلاکار او د امريکا د کولمبيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پروفيسور جافري ساکس د اکتوبر په ۳مه نېټه له سينهوا اژانس سره په مرکې کې ويلي، چې له نښو نښانو داسې ښکاري او ډېر امکان لري، چې امريکا د نارډ سټريم پروژې نل ليکې ليک او تخريب کړې وي.

نوموړي ويلي، چې د نارډ سټريم پېښې تر ټولو زيات روسيه او جرمني ځپلي دي او ډېر امکان شته، چې امريکا دغه پېښه جوړه کړې وي او دا امکان يې هم نه دی رد کړی، چې امريکا له نورو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ يادې نل ليکې تخريب کړې وي.

ساکس په دې نظر دی، چې د نارډ سټريم د نل ليکو ليک کېدل او تخريب به په زياتو برخو کې پر اروپا سختې اغېزې وکړي او حتی ښايي د اروپا دغه مهم بنسټيز تاسيسات پوره تخريب شي.

نوموړي زياته کړې، چې اروپا به د انرژۍ د بحران له امله سخته وپرزي او اقتصاد به يې سخت وځپل شي او پر امريکا به يې د اتکا کچه نوره هم لوړه شي او  روسيه به په خبرو اترو کې د معاملې يوه وسيله له لاسه ورکړي.

ساکس په مرکې کې ويلي، چې پر روسيې د امريکا انتقاد سم او معقول نه دی.

د امريکا د دفاع وزير پخواني سلاکار او د امريکايي ځواکونو متقاعد ډګروال دوګلاس مکګريګور په دې وروستيو کې له يوې امريکايي خبري رسنۍ سره مرکې کې ويلي، چې امريکا او بريتانيا ښايي د نارډ سټريم پېښې تر شا لاس ولري، ځکه د دغې پروژې نل ليکې ډېرې کلکې دي او په نړۍ کې ډېر کم هېوادونه د دغو نل ليکو د تخريب او ورانولو توان لري.