د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن پر ځايي وخت د اکتوبر په ۴مه نېټه اړوندو ادارو ته رسمي اجازه ورکړې، چې اوکراين ته د ۶۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرستې برابرې کړي.
بلینکن په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ولسمشر د جو بایډن په لارښوونې یې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې دا ۲۲م ځل دی، چې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو په برخه کې د ۶۲۵ ميلیونو ډالرو مرستې اجازه ورکړې ده.
نوموړي ويلي، چې په اوسنۍ پوځي مرستې کې يې د امریکا د دفاع وزارت اضافي وسلې، مهمات او تجهیزات شامل دي.
د مالوماتو له مخې، د جو بایډن په مشرۍ د امريکا حکومت تر دې دمه له اوکراین سره له ۱۷،۵ ميلیاردو ډالرو څخه زياته پوځي مرسته کړې ده.