په سوريه کې د نفتو زېرمې د امريکا خپل پټنځای نه دی
CMG2022/10/05 16:25:47
شريکول:

د سوريې دولتي خبري اژانس ((صنعا)) د اکتوبر په ۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال ختيځ حسکه ايالت کې ناقانونه مېشتو امريکايي ځواکونو د سوریې تېل غلا کړي او د همدې ورځې په سهار يې د ۴۸ ټانکرونو په لوی کاروان کې په عراق کې خپلو نظامي اډو ته ليږدولي دي.

امريکايي ځواکونو پخوا هم څو څو ځلې د سوریې تېل غلا کړي او د ټانکرونو په اوږدو کاروانونو کې يې د پوځي موټرو په بدرګه عراق کې خپلو اډو ته انتقال کړي دي.

خبر وايي، چې د سوريې خلک د امريکايي ځواکونو له يادو کړنو سره عادي شوي او د دوی دغه بدګړې ورته څه نوي نه ښکاري.

 .په مسلسلو څو کلونو کې په سوريه کې د امريکا پراخې شوې نظامي اډې په دې هېواد کې د لوټمارانو رول خپل کړی دی، چې د ځايي نفتو سرچينو ته یې سترګې نیولې دي.

د امريکا لخوا غلا شوي نفت سوريې ته سخت مستقيم او غير مستقيم زيانونه رسولي دي. امريکا څنګه کولی شي په پر له پسي او پرانيستي ډول د سوريې نفت د خپلې ګټې لپاره غلا کړي او د سوريې د خلکو حقونه او ګټې تر پښو لاندې کړې دي؟ ځواب د امريکا په لوټ او تالان کې نغښتی او د امريکا تسلط دی.

په سوريه کې وضعيت لا هم کړکېچن دی، د څو کلونو جګړې او د امريکا لخو لګول شوي يو اړخيز بنديزونه د دې لامل شوي، چې اقتصاد يې شاته وغورځي او د بيارغونې بهير ورو دی، په لس ګونو ميليونو سوري کډوال له سخت بشري ناورين سره مخ دي. که څه هم سوريه د تېلو پراخې سرچينې لري، خو ۹۰ سلنه تېل يې د امريکا د پوځ تر کنټرول لاندې دي، نوځکه د سوريې خلک د خپلو تېلو د زېرمو له اقتصادي ګټو څخه بې برخې دي او يوازې زغم ساتي او امريکايي ځواکونه د دوی تېل نورو هېوادونو ته ليږدوي.

د سوريې د نفتو وزارت د روان کال په اګست کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نيمايي کې د سوريې د تېلو ورځنی منځنی توليد ۸۰۳۰۰ بيرلو ته رسېږي، خو امريکا هره ورځ ۶۶۰۰۰ بيرله تېل ترې استخراجوي، چې د سوريې د تېلو د توليد څه باندې ۸۰ سلنه نيسي.

امریکا په سوريې کې خپل ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې، د سولې ساتنې او د تروريستانو لاس ته د ځايي تېلو د لوېدلو د مخنيوي په پلمه ځای پر ځای کړي دي، خو په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو شتون نه یوازې سوريايانو ته د امنيت احساس نه دی ورکړی، بلکې د سوريې د خلکو ګټې او بشري حقونه يې هم بيا بيا تر پښو لاندې کړي دي. امريکا خپلو ستراتيژيکو اړتياوو ته په کتو په سوريه کې د خپلو پوځي اډو پراخولو ته دوام ورکړی، د تېلو لوټ کولو لپاره يې اسانتياوې برابرې کړي او خپلې ګټې لټوي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې وه، چې په عربي هېوادونو کې يې د امريکايي پوځيانو د ځای پر ځای کولو هدف تېل دي. امريکا له کلونو راهيسې د خپلو موخو لپاره له جنګ ځپلې هېواد سوريې څخه د تېلو زېرمې لوټ کوي او  د دغه هېواد د پرمختګ مخه يې نيولې دهی. له دې څخه څرګندېږي، چې امريکا د نورو بشري حقونو ته پاملرنه نه کوي، خو بشري حقونه د خپلو ګټو په موخه د سپر په توګه کاروي. امريکا په سوريه کې د نفتو زېرمې د خپل پټنځای په توګه ګڼي او د سوريې د خلکو د هيلو په پام کې نيولو پرته يې په کې تېل استخراج کړي. د امريکا په دې کړنو کې د سوريې د بشري حقونو په اړه هېڅ فکر او پام نشته. امريکا په یادو کړنو سره چې لوی لوټ او تالان ترسره کوي د بشري حقونو هېڅ توجیه نلري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا یادې کړنې د نړیوال نظم، ملي حاکمیتونو او ملي شتمنیو پر وړاندې تېری او د بدو پایلو پیلامه ده. چې په دې سره نه یوازې سوري ولس بلکې نور خپلواک حاکمیتونه د نه خوندیتوب او د نړیوال نظم د نشتون احساس کوي.