د افغانستان ملي امنیت د داعش يو مسئول نيولی
CMG2022/10/05 10:30:57
شريکول:

د افغانستان د لنډمهالي حکومت د امنیت او استخباراتو رياست د اکتوبر په ۴مه نېټه يوه ويډيو خپره کړې او پکې يې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې په ځانګړو پوځي عملياتو کې د افراطي داعش ډلې د بهرنيو اړيکو، ماليې او استخدام مسئول عبدل مالک نيولی دی.

د مالوماتو له مخې، عبدل مالک له تېر اوږد مهال راهیسې له اوکراين، جرمني او هسپانيې څخه پانګې راټولولې او له داعش ډلې سره يې اقتصادي‌ مرستې کولې او په يادو هېوادونو کې يې د دغې افراطي ډلې لپاره نوي غړي جلبول.