په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۱۵ میليونه، ۷۷۷ زره او ۷۰۰ ته رسېدلی
CMG2022/10/05 14:30:50
شريکول:

 روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۴مه نېټه تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۴مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۵۹ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۷۱ زره او ۳۹۱ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۱۵ میليونه، ۷۷۷ زره او ۷۰۰ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۶۲ کسان مړه شوي،‌ چې په دې سره يې عمومي شمېر ۶ میليونه، ۵۲۷ زره او ۱۹۲ ته رسېدلی دی.