چين: نړيوال دې په عراق کې د جعرافيايي او سياسي ګټو لپاره جنګ ته لمن نه وهي
CMG2022/10/05 11:00:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بين د اکتوبر په ۴مه نېټه د امنيت شورا د عراق مسئلې په اړه يوې غونډې کې ويلي، چې په منځني ختيځ کې د عراق ستراتيژيک مقام ډېر مهم دی او دغه هېواد ډېر مليتونه او وګړي يې بېلا بېلې عقېدې لري.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې او د منځني ختیځ پر هېوادونو غږ کړی، چې په عراق کې سیمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي او د خپلو جعرافيايي او سياسي ګټو لپاره دې په دغه هېواد کې جنګ ته لمن نه وهي.

دای بين ويلي، چې چين د عراق په شمول د ټولو هېوادونو ملي‌ حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی لري او له نورو هېوادونو هم ورته غوښتنه لري.

نوموړي هيله ښودلې، چې بېلا بېل هېوادونه په ګډو همکاريو د سيمې او په ځانګړې توګه د عراق امنيت خوندي کړي.

دای بين زیاته کړې، چې د عراق نوی حکومت اوسمهال د تنظيم چارې پرمخ وړي او نوموړي هيله ښودلې، چې د عراق بېلابېلې خواوې يووالی وساتي، خپلمنځي توپيرونه دې حل کړي،د اساسي قانون په چوکاټ کې دې د ډيالوګ له لارې د سياسي پلان په اړه ګډه موافقه وکړي او د هېواد د دايمي امنیت او سمسورتيا لپاره دې کلک سياسي بنسټ جوړ کړي.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه باید د عراق ملي حاکميت ته درناوی او له عراقيانو څخه دې ملاتړ وکړي، چې خپله ځانګړتيا لرونکې تګلاره جوړه کړي او مخ پر وړاندې لاړ شي.

دای بين وويل، چې عراق د داعش د ځپلو او د دې افراطي ډلې له منګولو څخه د نېول شوې خاورې د بېرته ازادولو په برخه کې ډېره لويه قرباني ورکړې ده او نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې له عراق څخه کلک ملاتړ وکړي.