شي جين پینګ د شان دونګ ولایت د معدنیاتو ادارې کارکوونکو ته ځوابي پيغام ليږلی
CMG2022/10/05 10:14:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲مه نېټه د دغه هېواد د شان دونګ ولايت د معدنياتو ادارې شپږمې کاري ډلې ته ځوابي پيغام ليږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې ليکلي، چې د معدنياتو کشف د هېواد پر اقتصاد ، د خلکو پر ژوند او ملي امنيت پوره اغېز لري او هيله يې ښودلې، چې د معدنياتو د کشف کار کوونکي خپلو غوره چارو ته دوام ورکړي او د هېواد د انرژۍ د خوندېتوب او د ابادۍ لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د مالوماتو له مخې، د چين د شان دونګ ولايت د معدنياتو ادارې شپږمه کاري ډله په ۱۹۵۸م کال کې جوړه شوې او تر دې دمه يې له ۲۸۱۰ ټنو زيات سره زر کشف کړي، چې دغه شمېر د دغه هېواد د معدنياتو تر نورو کشفونکو ډلو زيات دی.