په امريکا کې سخت توپان ۱۱۰ کسان وژلي
CMG2022/10/06 10:21:51
شريکول:

لوېديځو رسنيو په امريکا کې د اين توپان د سختو څپو د پورته کېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې ياد توپان د اکتوبر تر ۵مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ۱۱۰ کسان وژلي دي.

راپورونه وايي، چې اين توپان د امريکا په فلوريډا ايالت کې پر ۳۰۰ زرو کورنيو برېښنا هم پرې کړې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه توپان د سپتمبر په ۲۸مې نېټې په لومړي ګام کې د فلوريډا ايالت جنوب لوېديځې سيمې وځپلې او زورورې څپې يې په ډېرې چټکۍ تر نورو سيمو رسيدلې دي.

له اين توپان سره سخت بادونه، بارانونه، واورې او سيلابونه مله دي او د فلوريډا ايالت کې يې زيات کورونه نړولي او د دې ایالت بنسټيز تاسيسات، موټرونه او بېړۍ يې تخريب کړي دي.

 (مينه)