د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په پنځمه نېټه په روسيه کې د دونيڅک، لوهانسک، زاپوريژيا او خرسون د شاملېدو تړون لاسليک کړ.
په دغه تړون کې ويل شوي، چې د يادو څلورو سيمو خلک د سږ کال د سپتمبر له ۳۰مې نېټې راهيسې د روسیې د اتباعو په توګه پېژندل شوي او د غوښتنلیک له وړاندې کولو او د حلف له بشپړولو وروسته به د روسیې تابعیت ترلاسه کړي.
د روسيې د ولسمشر پوتين مطبوعاتي سکرتر دیميتري پيسکوف د اکتوبر په پنځمه نېټه رسنيو ته ويلي، چې له روسيې سره د دغو څلورو سيمو له يو ځای کېدو وروسته به، د ترهګرۍ ضد عملياتو د ځانګړو پوځي عملياتو د بدلولو پرېکړه د پوتين لخوا کېږي.
د اوکراين ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په څلورمې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير زلينسکي په دې وروستيو کې ويلي، چې اوکرايني ځواکونو د هېواد په جنوبي سيمو کې په چټکۍ عمليات روان کړي او په دې اوونۍ کې يې په خرسون، خرکوف، لوهانسک او دونیڅک کې لسګونه سيمې بیرته نیولې دي.
(ژباړه: شکريه)