امريکا د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون لاسلیک کړی او له نړيوالو سره یې د اټومي وسلو د نه خپرېدو ژمنه کړې ده، خو دغه هېواد اوس غواړي، چې استرالیا ته د وسلو درجې اټومي مواد برابر کړي، ترڅو خپلې سياسي موخې ترلاسه کړي.
د نظر خاواندان وايي، چې امريکا د اټومي خوندیتوب په اړه دوه ګوني معیارونه نيولې او نړۍ يې له لوی خطر سره مخ کړې ده.