چين د بشري حقونو په پلمه د کمبوډيا په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2022/10/06 14:48:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي سفير چن شو د اکتوبر په ۵مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې ګډون کړی او يوه وينا يې کړې ده.

نوموړي ويلي، چې کمبوډيا په تېرو څو کلونو کې د هېواد په ودانيزو چارو کې پرمختګ کړی، سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ يې ساتلی، د خلکو ژوند يې ښه شوی او حکومت يې د خلکو حقونه ساتلي دي.

نوموړي ويلي، چې د کمبوډيا حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ کړي، د کرونا د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه يې نيولي، د کرونا ضد واکسيونونو د تطبيق کارونه يې تر سره کړي او د خپل هېواد وګړي يې خوندي ساتلي دي.

چن شو د بشري حقونو د پرمختګ او ساتلو په برخه کې د کمبوډيا کوښښونه او لاسته راوړنې ستايلې دي.

نوموړي زياته کړې، چې چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې ځيني هېوادونه د بشري حقونو په بهانه د کمبوډيا په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او د کمبوډيايانو قانوني حقونه تر پښو لاندې کوي.

چن شو ويلي، چې بېلا بېلې خواوې دې د ملګرو ملتونو د منشور اصول مراعات کړي، د کمبوډيا ملي حاکميت، خپلواکۍ او خاورو بشپړتيا ته دې درناوی ولري او هم دې د کمبوډيا د ځانګړتيا لرونکي پرمختګ لارو ته درناوي وکړي.

(مينه)