جاپانيانو یو ځل بیا سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو پر ضد لاريون کړی
CMG2022/10/06 14:40:09
شريکول:

جاپانيانو د اکتوبر په ۵مه نېټه يو ځل بيا د توکيو برېښنا شرکت پر وړاندې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو پلان پر ضد لاريون کړی دی.

لاريونوالو د حکومت او د توکيو د برېښنا شرکت ياد پلان غندلی دی.

د جاپان د ساحلي سيمو خلکو او مدني ټولنو د حکومت د ياد پلان د نه پلي کولو په پار يو فعاليت په لاره اچولی او تراوسه يې د ۲۱۰ کسانو لاسليکونه راټول کړي دي.

د دغه فعاليت ډېری ګډونوال د فوکوشيما ولسوالۍ اوسيدونکي دي.

د جاپان حکومت او د توکيو برېښنا شرکت پلان لري، چې د راتلونکي کال په پسرلي کې سمندر ته د فوکوشيما اټومي ککړې اوبه خوشې کړي او دغه چاره به یې لږ تر لږه ۳۰ کاله دوام ولري.

کارپوهان وايي، چې د جاپان د اټومي ککړو اوبو اندازه له يو ميليون ټنو څخه زياته ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جاپان د يادې کړنې په غبرګون کې ويلي، چې جاپاني چارواکي باید سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د تويېدو مخه ونيسي، د ټولو هېوادونو مشروع اندېښنو ته باید پرېکنده ځواب ووايي، خپل نړيوال مکلفيتونه بايد پوره او د ګاونډيو او نړيوالو سازمانونو په شمول له ټولو اړخونو سره همکارۍ وکړي او په ساینسي، پرانيستي، شفاف او خوندي ډول باید د اټومي ککړو اوبو د تصفیې مناسبې لارې چارې ولټوي.

د جاپان حکومت دغه پلان، چې غواړي خپلې اټومي ککړې اوبه سمندر ته خوشې کړي، د کوريا جمهوريت اندېښنې هم راپورته کړي دي.

د کوريا جمهوريت د کانګرېس غړې پارک ینګ جون ويلي، که جاپان غواړي سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشې کړي، نو لومړی باید د کوريا جمهوريت، چين، روسيې او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو په ګډون د ګاونډیو رضایت ترلاسه کړي.

(ژباړه: شکريه)