د ايران په لوېديځ اذربايجان کې د اکتوبر د ۵مې نېټې په سهار وختي د ۵ اعشاريه ۴ درجې په سختوالي زلزله شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۵۳۰ تنه ټپيان شوي دي.
د دې زلزلې له امله تر دې دمه د مړينې راپور نه دی ورکړل شوی.
د ايران د زلزلې مرکز خبر ورکړی، چې ياده زلزله د دغه هېواد د لوېديځ اذربايجان ولايت په خوی ښار کې پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۵مې نېټې د سهار وختي په ۳ بجو او ۵۱ دقيقو رامنځته شوې او ژوروالی يې تر ځمکې لاندې ۱۰ کيلومتره ښودلی دی.
راپورونه وايي، چې دغې زلزلې د لوېديځ اذربايجان د خوی ښار شاوخوا ۱۲ کلي اغېزمن کړي او ۵۰۰ کورونه يې تخریب کړي دي.
(مينه)