روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په پنځمه نېټه ويلي، چې په دې وروستيو کې په ډېرو هېوادونو کې د کرونا پېښې بیا زياتې شوي او ډېری ناروغان په روغتونونو کې بستر شوي دي او پر کرونا د اخته کسانو د مړينې شمېر کې هم زياتوالی راغلی دی.
ياد سازمان ويلي، چې د شمالي نيمه کرې د انفلونزا موسم په رارسېدو سره به د کرونا، انفلونزا او نورو ويروسونو د خپرېدو سرعت چټک شي او پر ټولو هېوادونو يې غږ کړی، چې ياد وضعيت باید له پامه ونه غورځوي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم په همدې ورځ په یوې خبري ناسته کې ويلي، چې د کرونا د خپرېدو په بهیر کې د دې وبا د مخنیوي تدبیرونو د انفلونزا په کمولو کې مرسته کړې، مګر اوس یې ډیری اقدامات کم او يا لغوه شوي، نو انفلونزا هم ورسره بیا زياته شوې ده.
د دې سازمان د بیړنيو پروګرامونو تخنيکي مسئولې ماريا وان کرکوف ويلي، چې د کرونا ويروس اوميکرون بڼه په ټولې نړۍ کې تر ټولو ډېره خپره شوې او د بڼو بدلون يې دوام لري.
(ژباړه: شکريه)