په کابل کې د چاودنې له امله ۴ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي
CMG2022/10/06 11:01:59
شريکول:

د افغانستان د لنډمهاله حکومت کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د اکتوبر په ۵مه نېټه د دغه هېواد د پلازمينې کابل په يوه جومات کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وياند عبدالنافع ټکور رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه ياد وزارت ته نږدې په يوه جومات کې شوې او خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

 نوموړي زياته کړې، چې ياده چاودنه داسې مهال شوې، چې په جومات کې د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي او ملکي وګړو لمونځ کاوه.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤليت پر غاړه نه دی اخيستی.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلا بېلو ځايونو کې چاودنې شوي او ګڼو خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

 

(مينه)