د عربي خبري رسنيو شلم فورم د اکتوبر له څلورمې نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې تر سره شو.
په دغه فورم کې د چين مېډيا ګروپ او د نړۍ نورو زرګونو مشهورو خبري رسنيو برخه اخيستې وه . چين مېډيا ګروپ يوازينۍ چيني خبري رسنۍ وه، چې په دغه فورم کې يې ګډون کړی و.
د چين مېډيا ګروپ د منځني ختيځ سټېشن د دغه فورم په يوه برخه کې د G5، لويې ډېټا(Big Data)، کلاوډ کمپيوټري (Cloud Computing) او اې ايي (AI) د ټېکنالوژۍ لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې او د فورم د زياتو ګډونوالو او د برخه والو خبري رسنيو کارکوونکو پاملرنه يې راجلب کړې وه.
د عربي خبري رسنيو لومړی فورم په ۲۰۰۱م کال کې د دوبۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا جوړ شوی و.
دغه فورم د عربي هېوادونو او نړيوالو خبري رسنيو د همکارۍ او د خبري رسنيو د پرمختګ د بحثونو لپاره ښه صحنه برابره کړې ده.