چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افريقايي هېوادونو سره د طبيعي سرچېنو د مديريت توان د پياوړتيا په پار مرستې وکړي
CMG2022/10/07 14:47:59
شريکول:

  په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د اکتوبر په ۶مه نېټه د امنیت شورا په يوې مباحثوي غونډې کې ويلي، چې افريقايي وچه د طبيعي زېرمو له پلوه بډايه او د پرمختګ ډېر امکانات لري او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د افريقايي هېوادونو له حکومتونو سره مرستې وکړي، څو د طبيعي زېرمو د مديريت لپاره خپل توان پياوړی کړي.  

دای بینګ ويلي، چې هر حکومت د خپل توان د ښه کولو په مټ کولی شي، چې د قاچاق مخنيوی وکړي او نړیواله ټولنه دې د افریقایي هېوادونو د حکومتونو بشپړ ملاتړ وکړي، څو د طبيعي سرچېنو په مدیریت کې مخکښ رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړې، چې نړیواله ټولنه دې په شخړو کې له ښکېلو هېوادونو سره هم مرستې وکړي، چې د صنعتي پلان جوړونې، مالي څارنې او د قوانينو د تطبيق په برخه کې يې توان لوړ او  د منابعو غوره والی يې په پرمختیایي غوره والي بدل شي.

 دای بينګ ويلي، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له افريقايي هېوادونو ملاتړ وکړي او وبه يې هڅوي، چې په ښه توګه خپلې طبيعي سرچينې استعمال کړي او د سولې او ثبات د ساتلو او د ګډ پرمختګ د تر لاسه کولو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.