د امريکا د فضا د څېړنيزو تخنيکونو شرکت ( سپېس اېکس) او د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د اکتوبر په پنځمه نېټه د دغه هېواد له فلوريډا ايالت څخه يوه انسان وړونکې فضايي بېړۍ نړيوال فضايي سټېشن ته وليږله.
د معلوماتو له مخې، په دغې فضايي بېړۍ کې څلور ستورمزلي سپاره دي، چې يو يې روسي وګړی هم پکې شامل دی. دوی به د نړيوال فضايي سټېشن په لابراتوار کې د ۵ مياشتو لپاره پاتې شي او څه باندې ۲۰۰ علمي ازموينې به ترسره کړي.