د فرانسې حکومت د اکتوبر په ۶مه نېټه په ټول هېواد کې د انرژۍ د سپما پلان د پلې کېدو خبر ورکړی دی.
د فرانسې لومړۍ وزيرې اليزابېت بورنې په همدې ورځ د څو وزيرانو په ملتيا د پاريس د ويرساليس نندارتون په مرکز کې ياد پلان صادر کړی دی.
بورنې په خپلې وينا کې ويلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړو د انرژۍ کړکېچ زيات کړی او ټوله اروپا يې په ژمي کې د انرژۍ د کمښت او د بيو د لوړېدو له ستونزو سره مخ کړې ده.
نوموړې زياته کړې، که حکومت يې په ټول هېواد کې د انرژۍ د سپما تدبيرونه ونه نيسي، نو په ژمي کې به د هېواد ټول وګړي د انرژۍ له نشتوالي سره مخ شي.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د روانې مياشتې په ۶مه نېټه په پاريس کې د تصديو د خاوندانو په يوه لويې غونډې کې له ټولو فرانسويانو غوښتي، چې د پخوا په پر تله ۱۰ سلنه کمه انرژۍ وکاروي، څو هېواد يې په سږني ژمي کې د انرژۍ له کړکېچ ووځي.